کورپاڼه / هنر او کلتور / عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته په غبرګون کې ویلي، چې په مناسب وخت کې به واده وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، له عالیه بټ څخه په دې وروستیو کې پوښتنه شوې چې ایا په دې اړه اندیښمنه نه ده چې د رنبیر او هغې په اړه راپورونه خپرېږي؟ عالیه بټ په ​​ځواب کې وویل، چې دا د ودونو د موسم له امله و.

عالیه بټ وایي، زه هیڅکله د هغه آوازو له امله اندیښمنه شوې نه یم چې زما او رنبیر په اړه خپرېږي، خو زه فکر کوم چې په فلمي صنعت کې د ودونو موسم دی او زموږ مینه وال هم غواړي چې موږ دې ژر واده وکړو.

هغې زیاته کړه، زه تل په دې باور یم چې هرڅه باید په مناسب وخت ترسره شي، نو موږ به په مناسب وخت کې واده وکړو.

نوموړې ویلي، له دې خبرې انکار نشي کېدای چې زه له هغه سره ډېره مینه لرم، زه فکر کوم چې هغه زما د ژوند تر ټولو زړه راښکونکی انسان دی، زه د هغه درناوی کوم، ملاتړې یې یم او مینه ورسره لرم، هغه زما لپاره ځانګړی دی.

عالیه بټ دا هم ویلي، چې د مینې لپاره ډیر څه شته او زه ډاډه یم چې رنبیر به زما په اړه د ویلو لپاره ډیر څه لري خو هر څه به په خپل وخت وشي او کله چې موږ واده کوو، نو ټوله نړۍ به خبره شي.

دا هم ولولئ

ډپیکا پاډوکون ولې له سلمان خان سره له کار کولو ډډه کړې وه

دپیکا پاډوکون له سلمان خان سره په فلم کې له کار کولو انکار کړی و، …