کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ وزن کم کړئ نو دا پنځه لارې غوره کړئ

که غواړئ وزن کم کړئ نو دا پنځه لارې غوره کړئ

دا زمونږ د ټولو غوښتنه ده چې ښکلی بدن ولرو، څو په هر ډول لباس یا جامو کې ښه ښکاره شو، خو یوه لویه ستونزه د خېټې غټوالی یا وازدګه ده، چې د وخت په تیریدو سره زیاتیږي او لوی لامل یې غذایي رژیم او بې ترتیبۍ ته نه پاملرنه ده.

روغتیاپالان وایي چاغوالی د سلګونو ناروغیو اصلي لامل ګڼل کیږي، چې په هغې کې د وینې لوړ فشار، د شکرې ناروغۍ دواړه ډوله، د وینې غیر متوازن جریان، د بدن غړو کمزړری فعالیت، د زړه ناروغۍ او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي په نوملړ کې ځای لري.

د خېټې غټوالي د کمولو یا د وازدګې اوبه کولو لپاره غذایي رژیم او د ورزش په څېر له میتودونو کار اخلو چې دا ټول بې ګټې دي، بلکې د دې لپاره باید د ژوند طرز بدل کړو، فعال ژوند ولرو او مثبت خوراکونه وکړو.

۱- روژه نېول: روزه د مسلمانانو فرض عمل دی، خو د روژې یوه ګټه دا هم ده چې وزن کموي.

۲- کورټیسول کم کړئ: کورټیسول د بدن د مهم فشار هورمون دی، چې طبیعت، هڅونې او وېرې په کنترول کې کار کوي او د دې لپاره اړینه ده چې ښه کاربوهایډریټ، پروټین او غوړ استعمال کړو.

۳- فایبر وکاروئ: که چېرته په خوراک کې د فایبر کچه زیاته کړو نو تر ډېره د مړښت احساس کوو او په دې ډول له چاغوالي ژغورل کېږو.

۴- وزن پورته کول: د خېټې غټوالي کمولو لپاره اړینه ده چې یو څه وزن پورته کړو یا هم جیم ته لاړ او په منظم ډول سره دغه ورزش وکړو.

۵- کاربوهایډریټ یا خواږه کم کړئ: خواږه شیان یا کاربوهایډریټ د چا نه خوښېږي، که چېرته دا توکی په مناسبه اندازه استعمال کړو نو د مړښت احساس به ولرو او وزن به مو هم کم شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …