کورپاڼه / روغتيا / د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، چې لامل یې د وریو پړسوب ګڼل کېږي، خو سخت برش هم د وریو وینې کېدنې لامل کېدلی شي.

روغتیاپالان وایي چې د وریو کېدنه ډېر لاملونه لري چې په هغې کې د سخت شیانو خوړل او سخت برش استعمالول شامل دي، خو که چېرته دې ستونزې پیچلتیا خپله کړه نو باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

روغتیاپالان وايي چې په ماشومانو کې د غاښونو د وينې کېدنې بايد جدي ونيول شي، ځکه که غاښونه په سمه توګه پاک نه شي، نو وریو د پړسوپ لامل هم ګرځېدلی شي او دا ستونزه د وینې سرطان نښه هم کېدای شي.

د وینې سرطان لومړنۍ نښې دومره عادي وي چې ښایي له پامه وغورځول شي، خو هغه کسان چې د وینې سرطان (ایکیوټ ملایلایډ لوکیمیا) په نوم ناروغي لري، د هغوی ورۍ پړسوپ پیدا کوي او په برش کولو سره وینې کېږي.

روغتیاپالان زیاتوي، د وینې سرطان په دواړه ډولونو کې د وریو وینه کېدنه د وینې سرطان لومړۍ نښې وي او ښایي د ژبې او غمبوري دننه برخه زخمي یا د غاښونو اندازه زیاته کړي.

دا هم ولولئ

که غواړئ وزن کم کړئ نو دا پنځه لارې غوره کړئ

دا زمونږ د ټولو غوښتنه ده چې ښکلی بدن ولرو، څو په هر ډول لباس …