کورپاڼه / جالب / آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او ویلي یې دي، ښایي د مړینې پر مهال د ژوند ټول یادونه او خاطرې په چټکۍ سره زموږ په دماغو کې تکرار شي.

دا څېړنه په تصادفي ډول هغه وخت ترسره شوې، کله چې پر یو ۸۷ کلن شخص د مرګي سخت حمله راغلې وه او ډاکټرانو د ناروغ د ژغورنې ترڅنګ یوه داسې آله هم د هغه دماغو سره نښلې وه چې دماغي فعالیتونه یې څارل.

ډاکټران ونه توانیدل چې د ناروغ ژوند وژغوري ځکه چې هغه ناڅاپه د زړه حملې سره مخ شو، خو د آلې په مرسته د څو ساعتونو لپاره د هغه د دماغي فعالیتونه ثبت کړل شو.

په دې کې هغه پنځلس دقیقې هم شاملې وې کله چې د ناروغ د زړه ضربان بند شوه او دماغ یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوله او دا وخت ریکارډ شوی و، وڅېړل شو.

له څېړنې وموندل شوه چې د مړینې پر مهال په دماغو کې څو ډوله فعالیتونه ترسره کېږي، چې هغې د ګیما څپې تر ټولو زیاتې فعاله وي او دا څپې د یوې پېښې د یادولو یا خوب لېدلو پر مهال په فعالیت راځي.

دا هم ولولئ

د ۲۲ کال، ۲یمې میاشتې، په ۲۲مه نېټه، په ۲ بجو او ۲۲ دقیقو په ۲م نمبر خونه کې یوه ماشومه زېږېدلې

د روانې فبرورۍ میاشتې ۲۲مه نېټه یو څه ځانګړې وه، ځکه چې دا د ۲۰۲۲ …