د مشهورو هنرمندانو همشکل خلک وخت نا وخت په ټولنیزو رسنیو کې راښکاره کېږي او بیا د خلکو پام خپلوي، په ځانګړې توګه د هنرمند یا اداکار د مینه والو له خوا او دا وخت د هغه همشکل لپاره هم ډېر ښه ځکه وي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې تعقیبوونکي زیات شي.
تاسې به ډېر خلک لیدلي وي، چې د مشهورو هنرمندانو ته بېخي ورته څېرې لیرې، خو اوس تازه د مشهورې اداکارې، موډلې او نڅاګرې نورا فاتحي یو همشکل هلک راپېدا شوی دی، چې عکسونه یې ډېر لاس په لاس کېږي.
دغه هلک که چېرته هلک نه وای، نو ښايي له نورا فاتحي سره یې پېژندل هم ګران وای، خو اوس هم که د دوی دواړو عکسونو ته وګورئ، نو بېخي یو شان او ورته څېرې لري.
د نورا فاتحي د دغه همشکل هلک ویډیو یو کس په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده، چې لومړی د دغه هلک عکس خپروي او همدا راز د نورا فاتحي عکس هم ورسره ښکاره کوي، چې بېخي سره ورته دي.
د یادولو وړ ده چې له دې مخکې بیا د شاه رخ خان، عالیه بټ، ایشوریه رای، سلمان خان او نورو ډېرو هنرمندانو د همشکلانو عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.