کورپاڼه / ريکارډونه / هغه توپ اچونکي چې د یوه ورځنیو په پاور پلی کې زیاتې ویکټې اخلي؛ مجیب هم پکې دی

هغه توپ اچونکي چې د یوه ورځنیو په پاور پلی کې زیاتې ویکټې اخلي؛ مجیب هم پکې دی

کرکټ د نړۍ یوه له مشهورو لوبو څخه ده، چې له فوټبال وروسته زیات مینه لري. دا لوبه د یو لړ اصولو او قوانین له مخې ترسره کېږي، چې همدې اصولو ورته لا زیات خوند ورکړی دی.

په دې اصولو کې یو هم پاور پلی ده. پاور پلی چې د شل اوریزو لوبو په لومړیو کې شپږ اوره او په یوه ورځنیو لوبو کې په لومړیو لس او وروستیو پنځه اورونو کې وي.

د پاور پلی پرمهال یوازې دوه ډګر ساتونکي له دایرې بهر ولاړ وي او له توپ وهونکي سره بشپړه موقع وي، چې په دې اورونو کې زیاتې منډې لاسته راوړي او د توپ اچونکو لپاره په دې دوران کې توپ اچونه خورا سخته وي.

نن درته څلور هغه لوبغاړي در پېژنو چې له ۲۰۲۰ راهیسې یې د شل اوریزو لوبو په پاور کې زیاتې ویکټې اخیستي او په دې نوملړ کې لومړی نوم د شاهین افریدي دی، هغه په پاور پلی کې ۳۲ ویکټې ترلاسه کړي.

دویم مقام له سمېت پټیل سره دی، هغه هم ۳۲ ویکټې ترلاسه کړي دریم مقام له ټرینټ بولټ سره دی، هغه ۳۱ ویکټې ترلاسه کړي او څلورم مقام بیا له مجیب ځدراڼ سره دی، هغه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د شل اوریزه لوبو په پاور کې ۳۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …