کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې ۶۶ کلونو راهیسې یې نوکان نه ول پرې کړي

هغه شخص چې ۶۶ کلونو راهیسې یې نوکان نه ول پرې کړي

لوی نوکان لرل نه یوازې نجونې خوښوي بلکې نارینه هم د خپلو ګوتو نوکانو اوږدول خوښوي. همدغه یو سړي ۳۵۸.۱ انچه اوږده نوکان پرېښي او له ۶۶ کلونو راهیسې یې نه پرې کړي.

دغه شخص شري دهر چلال نومېږي او د هند اوسېدونکی دی. هغه د نوکانو اوږدولو هغه وخت پرېکړه وکړه، کله چې په ښوونځي ښوونکي سزا ورکړه، چې له ملګري سره یې د هغه نوکان مات کړي او هغه ورته د پیغور په ډول ویلی ول، چې نوکان په احتیاط اوږدېږي.

دغه شخص وایي، تو ما هم د خپلو نوکانو د اوږدولو اراده وکړه، خو له امله یې نه له خپلو ملګرو سره په سمه توګه مخ کېدای شوم او نه مې سم خوراک کولی شو.

هغه زیاتوي، حتی برش کول، ږیره کلول او د ویښتانو ږمنځول هم راته ستونزمن و او په یوه لاس به مې کول، دې شوق سخت تنګ هم کړم، د وخت سره زما نوکان غټ او پلن شول، چې لاس یې راته کوږ کړ ځکه چې ډېر وزن یې درلوده.

نوموړی دا هم وایي چې د نوکانو له لاس زما لاس کار نه کاوه چې له امله یې چا کار نه راکاوه او نجونو راسره واده هم نه کوو، خو د وخت سره زما واده هم وشو او کار هم راته پیدا شو، خو زوړ شوی وم او نوکان مې پرې کړل.

دا هم ولولئ

د ۲۲ کال، ۲یمې میاشتې، په ۲۲مه نېټه، په ۲ بجو او ۲۲ دقیقو په ۲م نمبر خونه کې یوه ماشومه زېږېدلې

د روانې فبرورۍ میاشتې ۲۲مه نېټه یو څه ځانګړې وه، ځکه چې دا د ۲۰۲۲ …