بیګا په پي ایس ایل کې اسلام اباد یونایټیډ غوره لوبه وکړه، پېښور زلمي لوبډله یې ماته کړه او د کوالیفای پړاو کې به لاهور قلندرز سره لوبه وکړي.
بیګا د پاکستان سوپر لیګ ایلیمنټري لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ په لاهور کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پېښور زلمیو پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې کامران اکمل ۵۸، شعیب ملک ۵۵ او حسین طلت ۲۸ زیاتې منډې وکړې. د اسلام اباد له خوا حسن علي ۳، فهیم اشرف او شاداب خان ۱-۱ لوبغاړي وسوځاوه.
د ۱۷۰ منډو هدف د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د ۵ ویکټو په زیان د وروستي اور په ۳م توپ پوره کړ او پېښور زلمي لوبډلې ته یې په ایلیمنټري لوبه کې ماتې ورکړه. او لاهور قلندرز سره به کوالیفای لوبه وکړي.
د دوی لخوا ایلکس هیلز ۶۲، اعظم خان ۲۸ او شاداب خان ۲۲ زیاتې منډې وکړې. د پېښور زلمي لوبډلې لخوا سلمان ارشاد ۳، بیني هاول او خالد عثمان ۱-۱ ویکټ واخیسته. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فهیم اشرف ترلاسه کړه