د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې هم هند له یوې په زړه پورې لوبې وروسته بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې په بریا پیل کړه.
دا لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه اړخیزې لوبلړۍ سیالۍ دي او په هند کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې سریلانکا لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونې یې غوره کړه.
هند په ټاکلو شل اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، د دوی لورې ایشان کیشن ۸۹، شریاس اییر ۵۷ او روهېت شرما ۴۴ زیاتې منډې وکړې. سریلانکا ته داسن شانکا او لهرو کمارا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
سریلانکا د ۲۰۰ منډو هدف په تعقیب د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې او په ۶۲ منډو یې لوبه وبایلله. د دوی له لوري چهاریت اسلانکا ۵۳، چمیکا کرونارتني ۲۱ او دشمانتا چمیرا ۲۴ منډې وکړې.
هند ته بوینشور کمار او وینکتش اییر ۲-۲، یوزیندرا چاهل او رویندرا جدیجا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړې. د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ایشان کیشن ترلاسه کړه.