کورپاڼه / خبرونه / دویمه لوبه: افغانستان په لوبډله کې درې بدلونونه راوستي
افغانستان او بنګله دېش

دویمه لوبه: افغانستان په لوبډله کې درې بدلونونه راوستي

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلمشر پچه وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش لوبډله کې کوم بدلون نه دی راوستل شوی، خو افغانستان بیا په خپل ۱۱ کسیز نوملړ کې درې بدلونونه راوستي دي، چې د ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزي او ګلبدین نایب پر ځای یې ریاض حسن، فرید احمد او عظمت الله عمرزی لوبې ته غوره کړي دي.

د بنګله دېش ۱۱ کسیز نوملړ: تمیم اقبال (لوبډلمشر)، لیتون داس، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم (ویکټ ساتونکی)، یاسر علي، محمودالله، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، شوریف السلام، تسکین احمد او مستفیظ الرحمان.

د افغانستان ۱۱ کسیز نوملړ: رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، فرید احمد او فضل حق فاروقي.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش افغانستان ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه، که څه هم په دغه لوبه کې فضل حق فاروقي په لومړي سر کې څلور لوبغاړي سوځولي و، خو د ۶ لوبغاړو سوځېدو وروسته بنګله دېشیان ودرېدل او هدف یې پوره کړ.

دا لوبې د افغانستان او بنګله دېش لپاره ډېرې مهمې دي، ځکه د سوپر لیګ سیالۍ دي او له دې سیالیو څخه به غوره لوبډلې بیا راتلونکي نړیوال جام ته لار پېدا کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …