له ډېره وخته دا خبره خوله په خوله راروانه ده، چې سبزیجات خوړل د اوږد او سالم ژوند راز دی، خو اوس څېړنې دا ادعا ردوي او وایي چې د سبزیجاتو او زړه ناروغیو ترمنځ اړیکه نشته.
په بریتانیه کې د یوې مهمې څېړنې پر اساس دا ادعا شوې چې د سبزیجاتو ډېر استعمال یا خوړل د زړه ناروغیو په مخنیوي کې مرسته نه کوي.
د څېړنې پایلې ښیي چې د سبزیجات ډېر استعمال د بېلګې په توګه د برکولي، ګازرې او مټر خوړل د بدن دننه د زړه ناروغیو پر وړاندې د حفاظت لپاره هیڅ اغېزې نلري.
دې څېړنې ویلي، که د زړه او سبزیجاتو ترمنځ کومه اړیکه شته، نو هغه دا ده هغه څوک چې سبزي خور وي او زیاته سبزي خوري، هغوی د ژوند په نورو اړخونو کې سالم او صحت مند وي.
د ویلو ده چې له دې وړاندې ویل شوي و په ورځني رژیم کې د سبزیجاتو، غلې دانو او مغزي موادو اضافه کول او په اعتدال سره یې خوړل د دې لامل کېږي چې ستاسو په ژوند کې ۲۰ کاله عمر اضافه کړي.