کورپاڼه / روغتيا / د سترګو سرخي یا سوروالی ولې رامنځته کېږي؟

د سترګو سرخي یا سوروالی ولې رامنځته کېږي؟

سترګې د بدن یواځینۍ برخه ده چې له طب څخه د شعر په دنیا کې یې ډېره یادونه کېږي. همدا سترګې د مینې استعاره ده او د سترګو په وسیله یو څوک زړه ته دننه کېږي.

سترګې د انسان د بدن آئینه هم بلل کیږي. وروستي څیړنې تاییدوي چې د انسان د سترګو پرده تقریباً د هر شخص د مړینې وړاندوینه کولی شي.

که چېرته ستاسو سترګو سرخي یا سوروالی پیدا کړ، نو سمدلاسه ډاکټر ته مراجعه وکړئ. د ځیرک موبایل کارول، بصري او د چاپیریال ککړتیا، دوړې او ګردونه داسې عوامل دي چې د سترګو سرخي یا سوروالی پیدا کوي.

روغتیاپالان وایي، د دې ناروغیو لپاره کورنۍ نسخې استعمالېدای شي، خو که چېرته په یوه یا دوه ورځو کې ستونزه حل نه شوه نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، تر څو ستونزه پیچلتیا خپله نه کړي.

د سترګو سوروالی یا سرخي د میکروبونو په سبب هم رامنځته کېدلی شي، حساسیت هم د سترګو سوروالی پیدا کوي، نشه یي توکو یې هم د یادې ستونزې یو عمده عامل دی او که خوب بشپړ نه وي، نو هم د سترګو سرخي پیدا کوي.

دا هم ولولئ

که غواړئ وزن کم کړئ نو دا پنځه لارې غوره کړئ

دا زمونږ د ټولو غوښتنه ده چې ښکلی بدن ولرو، څو په هر ډول لباس …