کورپاڼه / هنر او کلتور / کارتیک اریان ولې د مور په یادونه وژړل؟

کارتیک اریان ولې د مور په یادونه وژړل؟

د بالیووډ ځوان اداکار کارتیک اریان د خپلې مور په هڅونې احساساتي شو او ویې ویل چې زما مور ډېر ستونزمن وخت تېر کړی او د سرطان ناروغۍ ته یې ماتې ورکړې ده.

د راپور له مخې، په هند کې د سرطان په اړه د پوهاوي ملي کمپاین په لاره اچول شوی دی، چې په دې لړ کې فلمي ستوري کارتیک اریان د ممبۍ په یوه روغتون کې د غونډې د خپلې مور په اړه د خبرو پر وخت وژړل

کارتیک اریان د سینې سرطان په اړه د خبرو پر مهال د خپلې زړورې مور مالا تیوارۍ د عزم په اړه خبرې وکړې او دا یې هم وویل چې څنګه یې د سرطان سره مبارزه وکړه.

هندي اداکار وویل، چې مور مې د سینې په سرطان له اخته کېدو وروسته له سخت وخت تېرېده، دا زموږ د ټولو لپاره یوه سخته ازموینه وه، خو هغه په زړورتیا پر دې وژونکې ناروغۍ بریالۍ شوه.

کارتیک اریان د سرطان د ژر تشخیص او د درملنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل څومره چې ژر کېدلی شي، هومره به ګټوره وي. په اوسني وخت کې اسانتیاوې ډېرې شوي او دا هر څه آسانه شوي دي.

دا هم ولولئ

ډپیکا پاډوکون ولې له سلمان خان سره له کار کولو ډډه کړې وه

دپیکا پاډوکون له سلمان خان سره په فلم کې له کار کولو انکار کړی و، …