کورپاڼه / کرکټ / شاهنواز دهاني: له ارچر سره لېدل مې ارمان دی

شاهنواز دهاني: له ارچر سره لېدل مې ارمان دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او په پي ایس ایل کې د ملتان سلطانز لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهنواز دهاني د انګلستان له مشهور توپ اچونکي جوفرا ارچر سره د لېدنې هیله څرګنده کړې ده.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلې، چې په لومړیو کې مې د نیوزیلېنډي توپ اچونکي شین بونډ په لېدو د توپ اچونکې مینه پیدا شوه، خو اوس زما د خوښې بالر ارچر دی او له هغه سره د لېدو هیله لرم.

هغه د محمد رضوان په اړه وایي، چې هغه په سړه سینه او مثبت ذهن سره مخکې ځي، ټولو لوبغاړو ته په آزاد ډول د لوبېدو اجازه ورکوي، پر هیچا فشار راوړي او هیله یې وي چې لوبغاړي ښه لوبه وکړي.

شاهنواز دهاني وایي، چې د ملتان سلطانز لوبډلې روزونکي انډي فلاور او مشتاق احمد یې ډېر هڅوي.

هغه له ډهوني سره د لېدنې په اړه وایي چې هغه د ژوند په زړه پورې شېبې وې او هیڅکله به یې هېرې نه کړي. دهاني وایي چې ډهوني راته وویل چې په لوبه کې ماتې او بریا وي، هیڅکله به نه ناهیلی کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …