بنګله دېش د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې ډېره پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او تر اخره یې د افغان توپ اچونکو تر اغېز لاندې رانغلل، همدا و چې افغان لوبډلې ته یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د درېیو یوه ورځنیو لوبو دا لړۍ د بنګله دېش په کوربتوب په چتګرام کې ترسره کېږي، چې نن په دویمه لوبه کې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
بنګله دېش په ټاکلو پنځوس اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدو سره منډې وکړې، چې له ډلې یې مشفیق الرحیم ۸۶ او لیتن داس ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
د افغان توپ اچونکو لخوا فرید احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز فضل الحق فاروقي او راشد خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د ویلو ده چې دا لوبې د سوپر لیګ سیالیو برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د لار موندنې لپاره مهمې دي او په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش بریا خپله کړې ده.