کورپاڼه / جالب / په هند کې د ناوې کورنۍ د واده هلک او وراباڼي سم ډبولي

په هند کې د ناوې کورنۍ د واده هلک او وراباڼي سم ډبولي

یوې ناوې د واده مراسمو پر مهال، کله چې ټول دودونه کابو پای ته رسېدلې و، د واده زلمی رواني ناروغ وګاڼه او له واده کولو یې انکار وکړ.

په هند کې د ودونو موسم په چټکۍ سره روان دی، چې پکې ناویانې د مختلفو مسخره یي دلایلو له امله له واده کولو څخه د انکار ډیری پیښې واقع شوي دي.

د پولیسو په وینا، د مدهیا پردیش ایالت په ریوا ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د نجلۍ کورنۍ غړو تور ولګاوه، چې د واده هلک د مراسمو پر مهال ناوړه چلند کاوه.

د نجلۍ کورنۍ دا تور هم لګول شوی چې د هلک کورنۍ غړو ترې دا حقیقت پټ کړی، چې هغه رواني ناروغ و، چې په همدې سبب جنجال رامنځته شو او واده هم ترسره نه شو.

یوازې دا نه بلکې د ناوې کورنۍ وراباڼي او زوم یرغمل کړي او سم یې ډبولي او د پېښې یوه ویډیو یې هم خپره شوې چې په کې د واده هلک له ویښتانو نېول شوی و.

خبره هغه وخت خرابه شوه کله چې یو وراباڼی د پولیسو مرکز ته ورسید او هغوی ته یې د پیښې خبر ورکړ او له هغې وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او میلمانه یا وراباڼي یې خوشي کړل.

دا هم ولولئ

د ۲۲ کال، ۲یمې میاشتې، په ۲۲مه نېټه، په ۲ بجو او ۲۲ دقیقو په ۲م نمبر خونه کې یوه ماشومه زېږېدلې

د روانې فبرورۍ میاشتې ۲۲مه نېټه یو څه ځانګړې وه، ځکه چې دا د ۲۰۲۲ …