د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي مشفیق الرحیم نن د افغانستان پر وړاندې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او د خپلې لوبډلې د لوبغاړي شکیب الحسن ریکارډ یې مات کړ.
مشفیق الرحیم نن په ۹۳ توپونو د ۹ څلوریزو پرمټ ۸۶ منډې وکړې او په دې سره یې د یوه ورځنیو لوبو ټولې منډې ۶۶۷۰ شوې، چې له شکیب الحسن مخکې شو.
د بنګله دېش لپاره په یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی لوبډلمشر تمیم اقبال دی. نوموړي تر دا مهال د بنګله دېش لپاره ۷۶۸۶ منډې جوړې کړي او لومړی مقام لري.
له مشفیق الرحیم وروسته درېیم مقام له شکیب الحسن دی، چې د بنګله دېش لپاره یې لپاره یې په یوه ورځنیو لوبو کې ۶۶۳۰ منډې جوړې کړي دي.
همدا راز په نوملړ کې محمدالله او محمد اشرفول هم ځای لري، چې دوی د بنګله دېش لپاره په یوه ورځنیو لوبو کې په ترتیب ۴۴۷۷ او ۳۴۶۸ منډې لري.