کورپاڼه / ريکارډونه / روهېت شرما د ویلیمسن ریکارډ مات او له مورګن سره برابر کړ

روهېت شرما د ویلیمسن ریکارډ مات او له مورګن سره برابر کړ

د هند کرکټ لوبډلې تېره ورځ د سریلانکا کرکټ لوبډلې ته د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه، چې ورسره سم روهېت شرما د ویلیمسن ریکارډ مات کړ او له مورګن سره برابر شو.

روهېت شرما د نړیوالو شل اوریزه لوبو دویم غوره لوبډلمشر شو، چې پخپل کوربتوب زیاتې نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټي. نوموړي پخپل کور کې ۱۶ شل اوریزې لوبو کې لوبډلمشري کړې، چې ۱۵ یې ګټلي دي.

په دې نوملړ کې ایون مورګن لومړنی لوبډلمشر دی، چې پخپل کور او لوبډلمشرۍ کې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټي. نوموړي په ۲۵ لوبو کې ۱۵ ګټلي دي.

دغه راز دریم مقام له کین ویلیمسن سره دی، چې په ۳۰ لوبو کې یې ۱۵ ګټلي، څلورم مقام له ارون فینچ سره دی، چې په ۲۵ لوبو کې یې ۱۴ ګټلي او پنځم مقام کې ویرات کوهلي دی چې له ۲۳ لوبو یې ۱۳ ګټلي دي.

د ویلو وړ ده چې روهېت شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی توپ وهونکی شو، چې زیاتې منډې جوړوي. نوموړي په ۱۲۳ لوبو کې د ۳۳۰۷ منډو په لرلو سره لومړی مقام لري

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …