کورپاڼه / ريکارډونه / هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام لري او تېره ورځ د سریلانکا پر وړاندې له بریا وروسته یې د یوې لوبډلې پر وړاندې د زیاتو بریاو ریکارډ جوړ کړ.

هند کرکټ لوبډلې تر دا مهاله د سریلانکا پر وړاندې په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۱۵ بریاوې خپلې لري او دویمه لوبډله شوه، چې د یوې لوبډلې پر وړاندې زیاتې بریاوې لري.

په دې نوملړ کې لومړی مقام له پاکستان کرکټ لوبډلې سره دی، دغې لوبډلې له زمبابوې څخه په ۱۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې بریاوې خپلې کړي.

همدا راز دریم او څلورم مقام هم د پاکستان لوبډلې سره دی چې په ترتیب یې د نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو پر وړاندې په نړیوالو شل اوریزه لوبو ۱۵-۱۵ بریاوې خپلې کړي دي.

په دغه نوملړ کې د افغانستان کرکټ لوبډله هم ځای لري او پنځم مقام یې خپل کړی دی. افغان لوبډلې هم د ایرلېنډ پر وړاندې په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۱۵ بریاوې لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …