د زیتونو تېل د زیتونو له مېوې څخه ایستل کېږي او د زیتونو ونه د لومړي ځل لپاره په روم کې موندل شوې وه، چې بیا یې کښت ټولې نړۍ ته خپور شو. د زیتونو تېل د روغتیا او ښکلا لپاره ډېر ګټور تمامېږي، چې ځینې ګټې یې په لاندې ډول لولو:
د زیتونو په خالصو تېلو کې مونوونسریټډ په نوم غوړ شتون لري، چې بیا دغه غوړ په بدن کې نه جمع کېږي او د وینې غوړ کموي. همدا راز حجرې او هورمونونه ماتوي، چې په پایله کې د بدن وازدګه کموي.
انټي اکسایدي ځانګړتیاوې د همیشنیو ناروغیو او د سرطان د خطر مخنیوی کوي. دغه راز په سوخت او د زړه په ناروغیو کې ګټور تمامېږي او مونوسولیټریډ غوړ یې د وینې فشار کموي او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
د زیتونو تېل د رګونو په قوي کولو کې ګټور وي، وینه له درېدنې ساتي، لوړ فشار کموي او په عموم کې د زړه د ناروغیو ساتنه کوي. د زیتونو په تېلو کې داسې غذایي توکي شامل وي، چې د میکروبونو پر وړاندې جنګېږي.
د زیتونو تېل د فلج د ناروغیو د خطر مخنیوی کوي. دا تېل د شکر مخنیوی هم کوي، د چاغښت او حافظې اړوند ستونزې حلوي او د پوستکي د ښکلا سبب کېږي. د زیتونو تېل د بندونو له درد څخه مخنیوي کوي، نو ددې لپاره باید خپل بندونو د زیتونو په تېلو مالش کړو.
د زیتونو په تېلو کې ډېر داسې غذایي توکي شتون لري، چې د میکروبونو په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي، د قبض د مخنیوی وړتیا لري او د زیتونو د تېلو په مالش سره پوستکی ښه والی مومي او مړې شوې حجرې یې له منځه وړي.
که چېرته یو څاڅکی د زیتونو تېل د غاښونو له کریم سره ګډ شي، نو د غاښونو په سپینولو کې ګټور تمامېدلی شي. لکه څنګه چې د زیتونو تېل ډېرې مختلفې ګټې لري، همدغسې ځینې تاوانونه هم لري، چې په لاندې ډول یې بیانوو:
ځینې داسې کسان هم شته دی، چې د زیتونو له تېلو سره حساسیت لري، په ځانګړې توګه دغه حساسیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې کله په پوستکي ووهل شي. د نوو زېږېدلو ماشومانو په پوستکي د زیتونو د تېلو پرځای کوم بل ډول تېل ووهئ، نو ګټور به تمام شي.