کورپاڼه / روغتيا / که خوراک پرېږدو یا لږ وخورو نو څه وبه وشي؟

که خوراک پرېږدو یا لږ وخورو نو څه وبه وشي؟

زیات شمېر خلک د چاغوالي او بدن اضافي وزن کمولو لپاره له ډېرو لارو چارو ګټه اخلي او د دې لپاره یو شمېر خلک پرته له دې چې پوه شي له غذایي رژیم کار اخلي او ورزش کوي او له خوراک لاس اخلي.

عموماً دا تصور موجود دی که چېرته لږ خوراک وکړو یا خوراک پرېږدو نو زموږ وزن به کم شي او ځینې وخت د بوختیا له امله خوراک پرېږدو، خو که چېرته تر ډېره همداسې وږي پاتې شو، نو په بدن کې به مو زیات بدلونونه واقع شي.

روغتیاپالان وایي چې د وزن کمولو لپاره د خوراک پرېښودل د بدن لپاره زیانمن وي. لومړی تاوان یې دا دی که چېرته تر ډېره خوراک ونه کړو نو بدن مو د زیات خوراک اشتها پیدا کوي، چې دا خپله وزن زیاتوي.

که چېرته تاسو تر ډېره خوراک پرېږدئ نو بدن مو لکه د روژې په څېر موډ خپلوي او په دې ډول د بدن میتابولیزم سیستم مو کمزوری کېږي. همدا راز د بدن سټریس هورمون زیاتوي او بدن داسې حس کوي لکه له لوږې چې مري.

بل لوري ته کورټیسول هم زیاتوي چې د وزن ډېرېدو لامل کېږي، دفاعي سیستم اغېزمنوي، په دې ډول د ناروغیو خطر زیاتوي او په وینه کې د شکر توازن هم خرابوي او ورسره څنګ یې بدن له غذایي موادو له کمښت سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

که غواړئ وزن کم کړئ نو دا پنځه لارې غوره کړئ

دا زمونږ د ټولو غوښتنه ده چې ښکلی بدن ولرو، څو په هر ډول لباس …