کورپاڼه / کرکټ / میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو او شل اوریزې لوبو پر هغه لوبغاړو سختې نېوکې کړي، چې په دې سیالیو کې یې د آرام کولو پرېکړه کړې ده.

میتیو هیډن وویل، کله چې لوبغاړي د خپل هیواد لپاره لومړیتوب نه ور کوي، دا به د لوبډلې کلتور خراب کړي، د هر لوبغاړي لپاره ترټولو مهم او لومړیتوب د خپل هیواد استازیتوب دی.

هغه وويل، چې د خپل هېواد استازیتوب ته لومړيتوب نه ورکول ناسم فرهنګ دى او د لومړيتوب نه ورکول په دې معنا دي، چې لوبغاړي د خپل هېواد او د لوبغاړو پروا نه لري.

میتیو هیډن دا هم وویل چې د هیواد لپاره لوبې کولو ته د لومړیتوب نه ورکولو لپاره باید د لوبغاړو معاشونه کم شي.

هغه وویل چې دا مهال د هند پریمیر لیګ معلوم دی خو هیڅ لوبغاړی په خپله لاره نه شي خپلولی، د اسټرالیا لپاره د نه لوبیدو په صورت کې باید له لوبغاړي پوښتنه وشي او معاش ترې باید کم شي.

ياده دي وي چي ډيويډ وارنر، پيټ کمېنس، ميچل سټارک او جوش هيزلووډ د پاکستان دوره لپاره د یوه ورځنیو لوبو په لوبډله کې نه دي غوره شوي.

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …