کورپاڼه / کرکټ / پیټ کمېنس: پاکستان کې به د ټیسټ لړۍ ستونزمنه وي

پیټ کمېنس: پاکستان کې به د ټیسټ لړۍ ستونزمنه وي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډلمشر پیټ کمېنس ویلي دي چې په پاکستان کې به د ټیسټ لړۍ ستونزمنه وي، ضروري نه ده چې ۱-۲ وي.

پیټ کمېنس ویلي چې دا مهال زمونږ لپاره مهمه د پاکستان نه د سیریز ګټل دي، دا مهمه نه ده چې ۳-۰ ماتې ورکړو یا ۲-۱ بریا خپله کړو.

پیټ کمېنس وایي، موږ نه پوهیږو چې موږ به پاکستان کې په لوبلړۍ کې له څه ډول شرایطو سره مخ شو، هلته یا ټیسټ لوبې ډېرې چټکې یا ډېرې ورو ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، زه هیله لرم چې په اوږدو ورځو کې به موږ وکولی شو ډېر څه اداره کړو، د یوې لوبډلې په توګه موږ په بهر کې ډیری سیریزونه نه دي لوبولي.

پیټ کمېنس دا هم ویلي، که موږ په ټیسټ لوبو لومړۍ درجه غواړو، نو موږ باید په اسیا کې ښه لوبې وکړو او دا به له پاکستان څخه پیل کوو.

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …