بنګله دېش د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې ډېره پورې لوبه وکړه او بریا یې خپله کړه او لوبلړۍ یې ۲-۰ وګټله.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د درېیو یوه ورځنیو لوبو دا لړۍ د بنګله دېش په کوربتوب په چتګرام کې ترسره کېږي، چې نن په دویمه لوبه کې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
بنګله دېش په ټاکلو پنځوس اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدو سره منډې وکړې، چې له ډلې یې مشفیق الرحیم ۸۶ او لیتن داس ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
د افغان توپ اچونکو لخوا فرید احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز فضل الحق فاروقي او راشد خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې ورته په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۵.۱ اورونو کې ۲۱۸ منډې او په ۸۸ منډو یې لوبه وبایلله او بنګله دېش ۲-۰ لوبلړۍ وګټله.
د افغان لوبډلې لپاره رحمت شاه ۵۲، نجیب ځدراڼ ۵۴، محمد نبي ۳۲ او راشد خان ۲۹ منډې وکړې. د بنګله دېش لخوا شکیب او تسکین احمد ۲-۲، مستفیض الرحمن، شریف الاسلام، مهدي حسن، محمدالله او عفیف ۱-۱ ویکټې واخیستې.