کورپاڼه / ليکنې / د افغانستان او بنګله دېش په دویمه لوبه د جعفر هاند تبصره
جعفر هاند

د افغانستان او بنګله دېش په دویمه لوبه د جعفر هاند تبصره

افغانستان له بده مرغه په بنګله دېش باندې د کرکټ دویمه لوبه هم وبایلله. خپه یې کړو.

حقیقت دا دی چې بنګله دېش تر افغانستان غوره دی، په خپل کور کې بیا ډېره باتوره لوبډله ده او په خپلو میدانونو کې استرالیا، نیوزلنډ، پاکستان او هند ته یې هم ماتې ورکړې.

د افغانستان د دغې دویمې ماتې په تخنیکي اړخونو که هر څومره وغږېږو، غږېدای شو،  تېروتنې وشوې، هو وشوې، بالرانو ښه بالینګ ونکړ، شاید، توپ وهونکو ښه توپوهنه ونکړه، تر مخکنۍ لوبې ښه وو خو فوق العاده نه وو، فیلډېنګ سم نه شو، ممکن،  پرېکړې غلطې وشوې، هو او………..

اصلي خبره

اصلي خبره دا ده چې د افغانستان کرکټ د مثبتو تغیراتو یوه مرحله پیل کړې ده او دا د مرحلې پیل دی. ریاض حسن، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزی ټول نوي ځوانان او ښه استعدادونه دي؛ حشمت الله شهیدي هم ځوان کپتان. زما په ګډون د کرکټ اکثریت مینه والو په لوبډله کې مستحق ځوانان غوښتل دا کار وشو او موږ یې اوس باید تر شاه ودرېږو. دا ځوانان چې اوس لوبېږي، دا په اینده باندې پانګونه ده. د افغانستان هدف هم آینده دی او چې آینده ته کار کوی، په حال کې به لږ ټکرونه او ډغرې خامخا خوری. استعدادونه موندل کېږي، میدان ته راوستل کېږي، مسلسل چانسونه ورکول کېږي، پالش کېږي او هر څومره چې ډېر لوبېږي هماغومره پخیږي.

تاسو په یوې، دوو، دریو او څلورو لوبو کې استعداد نشی پخولای، وخت او حوصله او ملاتړ غواړي.

په دې وروستیو کلونو کې پاکستان، سري لانکا، جنوبي افریقا، هند او ځینې نور هېوادونه هم د انتقال له دغې مرحلې تېر شول او لا تېرېږي، موږ یې تغیرات او پرمختګونه ګورو. کاش افغانستان دا کار درې-څلور کاله مخکې کړی وای.

دا فضل حق فاروقي له ۲۰۱۹ راهېسې افغانستان کې کرکټ کوي، عظمت الله عمرزی، ریاض حسن او نور یې همداسې در واخله، خو چا نه پېژندل، د سلیکشن او په خاص ډول د کپتان حشمت الله شهیدي دې کور ودان وي چې دغو ځوانانو ته چانس ورکوي او په ځان یې باور او اعتماد زیاتوي. افغانستان به اوس لوبې بایلي، خو په یاد ولرئ  که دا لوبډله او دا بهیر همداسې روان وي، ډېر نه، دوه-درې کاله وروسته به دا ټیم بیا داسې ټکنی نه وي.

ولې په حشمت شهیدي انتقاد؟

حشمت الله شهیدي بیخي یو ځوان کپتان دی. مستعد او ښه تخنیکي توپ وهونکی دی، زما په نظر هغه په ځوانانو، ښو استعدادونو، متوازن پرمختګ او مسلکیتوب باندې باور لري. هغه د هرې لوبې په تېرېدو سره نوي شیان زده کوي او نوي شیان یې زده کړي هم دي. هغوی چې حشمت له پخواني کپتان اصغر افغان سره مقایسه کوي، «قیاس مع الفارق (!) کوي… یا نپوهېږي او یا ښايي عارفانه تجاهل کوي. د ښاغلي افغان په کپټانۍکې هم، بنګله دېش له افغانستان څخه په اسیا کپ، په نړیوال کپ او په دوو اړخیزو سیالیو کې یوه ورځنۍ لوبې ګټلې دي. پخواني څو کاله مسلسل لسګونه او سلګونه لوبې وکړې چې د کپتانۍ دې مرحلې ته ورسېده،خو دا د کپتان په توګه د حشمت الله شهیدي پنځمه لوبه او دویمه ماتې وه. په دومره کمو لوبو باندې به «قضاوت کول» زما په نظر مسلکي او‌ښه نه وي. زه هم شاید د ښاغلي شهیدي په لوبې او کپتانۍ انتقاد ولرم، خو په دې فکر یم چې هغه ته باید لږ وخت ورکړل شي.‌ یوازې وخت نه،‌ هغه زموږ د ټولو ډاډ، اطمینان او ننګې ته ضرورت لري چې په لوبډله کې مثبت تغیرات همداسې روان وساتل شي او دکرکټ آینده مو لا ښه شي. کرکټ د یوې ورځې لوبه نه ده، کرکټ دوامدار کار دی او باید دقیق او اوږد پلان ورته موجود وي. د حشمت او نورو ځوانو لوبغاړو ننګه وکړئ، په ګټه کې خو یې هر څوک ملګري وي، ښه هغوی دي چې په سخته کې یې تر څنګ ودرېږي او حوصله او ډاډ ورکړئ.

تجربې

د بنګله دېش د مشفق الرحیم، تمیم اقبال او شکیب الحسن منډې چې راواخلئ، ښايي د افغانستان د ټولو لوبغاړو له منډو سره برابرې وې.

افغانستان له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهېسې اته یوه ورځنۍ لوبې کړې دي چې شپږ یې له ایرلنډ او هالنډ سره وې او بنګله دېش بیا په لوبو ستړی شوی دی. چې لوبې ډېرې وکړئ، تجربې ډېرې ترلاسه کوئ او لا ښه کېږئ. البته، دا جلا خبره ده چې ولې افغانستان ډېرې لوبې نلري او یا ورسره قوي هېوادونه ډېرې لوبې نکوي.

باور ولرئ، چې د افغانستان د کرکټ اینده ښه ده او دا باور هم ولرئ چې افغانستان به په خیر د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته مستقیمآ یا غیر مستقیمآ ورځي. د خپلې لوبډلې او په خاص ډول د نویو استعدادونو ته ډاډ او اطمینان ورکړئ. البته زه نه وایم چې انتقاد مکوئ، سالم انتقادونه وکړئ، خو دا هم وګورئ چې د انتقاد ګټه زیاته ده که تاوان.

خبرې راڅخه اوږده شوه،  دا تصویر چې تاسو ګورئ دا د همدغه میدان او لوبغالي تصویر دی چې افغانستان په کې له بنګله دېش سره لوبې کوي. د افغانستان د ټولو ولایتونو د کرکټ میدانونه چې راټول کړئ، داسې یو معیاري نړیوال میدان ترې نشي جوړېدای.

بله خبره، ما ټوله شپه شوګېر کړی او دا لوبه مې کتلې ده، تاسو اوس دا ولولئ زه به ویده شم. که ټایپو مایپو په کې وه، بخشه دې وي.

لیکوال : جعفر هاند

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …