کورپاڼه / هنر او کلتور / هرتیک روشن: سیف علي خان یو غوره اداکار دی

هرتیک روشن: سیف علي خان یو غوره اداکار دی

د بالیووډ مشهور اداکار هرتیک روشن وايي، سیف علي خان د فلمي صنعت یو له غوره اداکارانو څخه دی.

هرتیک روشن د عکس او ویډیو شریکولو اپلیکیشن انسټاګرام کې د خپل فلم (ویکرم ویدا) څخه د سیف علي خان لومړی عکس د ویکرم په شکل کې خپور کړ.

نوموړي د سیف علي خان له انځور سره لیکلي دي چې له کلونه راهیسې له سیف علي خان سره د کار کولو په تمه و او اوس خوښ دی چې له هغه سره د کار کولو موقع په لاس ورغله.

د یادولو وړ ده چې د اداکار هرتیک روشن نوی فلم (ویکرم ویدا) د تامل بیا جوړ شوی فلم دی، چې اداکار آر مادون پکې د ویکرم رول لوبولی و، اوس به اداکار سیف علي خان په هندي فلم کې په دغه رول کې ولېدل شي.

په دې فلم کې د ویدا رول د تامل اداکار وجې سیتوپټي لوبولی و، چې په هندي کې به هرتیک روشن د ویدا په توګه راڅرګند شي.

دا هم ولولئ

ډپیکا پاډوکون ولې له سلمان خان سره له کار کولو ډډه کړې وه

دپیکا پاډوکون له سلمان خان سره په فلم کې له کار کولو انکار کړی و، …