په هند د خوښۍ پروګرام هغه وخت په غم بدل شو، کله چې د واده یو زلمی د ناوې کلي ته له نږدې کېدو سره سم له موټر ښکته شو او وتښتېده او وراباڼې هم پټ شول.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د اترپردېش ایالت په رامپور کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د جلیف ناګلا له کلي څخه وراباڼي د رسولپور کلي ته د اسرار سلماني کور ته روان و او ټول ورته په تمه وو.
وراباڼې نور د ناوې کلي ته نږدې شوی و، چې خلکو د واده زلمی د ناڅاپي تښتې په حال کې ولېده او وراباڼي هم له وېرې پټ شول.
خو وروسته معلومه شوه چې د واده هلک موټر کلي ته نږدې یو پنځه کلن ماشوم وهلی او له منځه وړی یې دی، همدا علت و چې د واده زلمی او وراباڼي ټول وتښتېدل او پټ شول.
په وراباڼو کې د دې ګډوډۍ په لیدلو د ناوې کورنۍ لومړی حیرانه شوه، خو وروسته د ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوه، تر ډېره هڅو وروسته وراباڼي پیدا کړل. پولیس هم ورغلل خو وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ ستونزه حل شوه او د ناوې او زوم نکاح وشوه.