مشهور سوداګر ایلون ماسک په مریخ کې د استوګنې لپاره د کالونۍ په جوړولو پانګونه کوي، اوس یوې څېړنې موندلې چې هلته اوسیدونکي کسان باید د غوښې خوراک پرېږدي.
د سټار لینک او عصبي چیپ په څېر د جالبو پروژو جوړونکی ایلون ماسک په راتلونکي کې په مریخ د انسانانو د استوګنې لپاره د کالونۍ جوړولو په پلان کار کوي.
په دې کالونۍ کې به خلک په ښیښه یي ګنبدو کې ژوند کوي او خپل خواړه به د لمریزې بریښنا په هایدروپونیک فارمونو کې کري.
ایلون ماسک په ۲۰۰۲ کې د یاد هدف لپاره سپیس ایکس شرکت تاسیس کړ او تمه کیږي چې دا هدف به د زرګونو سټارشپ الوتنو له لارې ترلاسه کړي.
د ایلون ماسک د پروژې څېړنې موندلې چې په مریخ کې میشته لومړني ۱۰۰ انسانان به د محدودو سرچینو له امله یوازې په سبزیجاتو کې ژوند وکړي، ځکه چې اوس مهال هلته د څارویو پالل ممکن ندي.
څېړونکې په دې باور دي د ایلون ماسک له لورې په سره سیاره کې د ۵۰۰۰ انسانانو لپاره جوړه شوې کالونۍ کې یوازې سبزیجات او میوې کرل کیدی شي