په ښوونځیو کې د موبایل کارول له وړاندې منع وه، خو د کورونا وایروس له خپرېدو وروسته کله چې درسونو انلاین بڼه خپله کړه، نو ښوونځیو کې د موبایل استعمال هم جواز وموند.
خو په اندونیزیا کې ښوونکو د موبایل له استعمال سره جوړجاړی ونه کړ. پر ټولنیزو رسنیو د اندونیزیا د یوه ښوونځي یوه ویډیو خپرېږي، چې په هغې کې د درس پر مهال ښوونکی د موبایل په استعمال سخت غبرګون ښیي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په اندونیزیا کې د یوه ښوونځي ښوونکي له زده کوونکو موبایلونه ټول کړي او له هغې وروسته یې اور ته اچولي دي.
په دې ویډیو کې لېدل کېږي چې ښوونکي په یوه بیلر کې اور لګولی وي او په هغې کې هغه موبایلونه یو-یو اچوي، چې له زده کوونکو یې راټولوي.
په دې دوران کې زده کوونکي له خپل ښوونکي غوښتنه کوي، چې موبایلونه دې اور ته نه اچوي، خو ښوونکي یې خبره نه مني او ټول سوځوي.
View this post on Instagram