واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې باید په ډېر غور او فکر سره وشي، که دا پرېکړه په فکر سره ونه شي، نو راتلونکی ژوند له ستونزو او مشکلاتو ډکوي.
اوس په دې لړ د واده او اړیکو جوړولو یوه بریتانوي کارپوه د ګډ ژوند لپاره ځینې داسې رازونه ښکاره کړي، چې پر هغې عمل کول یوه اړیکه یا ګډ ژوند تر بریا رسوي.
د بريتانيې د برنټ ووډ ښار ٢٧ کلن البرټ پريچارډ وايي، ښځې بايد له هغو نارينه وو سره واده وکړي چې له جسمي پلوه فعال وي، یعنې خواریکښ وي او هڅاند وي.
نوموړي د دې لپاره د یوه باډي بیلډر مثال وایي او دلیل دا وي چې کوم شخص چې بدني فعال او تل خواري کوي، هغه نه یوازې په بدني ډول فیټ وي، بلکې د لوی زړه خاوند هم وي او ټوکي هم وي.
دی زیاتوي، چې نجونې تل هغه هلکان یا سړي خوښوي، چې تعمیراتي کارونه کوي او دا ډول خلک د نجونو لپاره ډېر زړه راښکونکي وي، ځکه چې دا ډول نارینه سالم او ځواکمن وي.