کورپاڼه / تجارتي ليګونه / عثمان خواجه د سیډني ټینډر لوبډله پرېښوده

عثمان خواجه د سیډني ټینډر لوبډله پرېښوده

د اسټرالیا مشهور توپ وهونکي عثمان خواجه په ناڅاپي توګه د سیډني ټیندر لوبډلې د پرېښودو اعلان وکړ او په راتلونکي دوبي کې به له خپلې کورنۍ سره په برسبین کې وي.

عثمان خواجه دغه پریکړه د خپل کرکټ کیریر یوه سخته پریکړه بللې ده او هغه او میرمن یې د روان کال په اپریل میاشت کې د دویم ماشوم په تمه دي.

۳۵ کلن خواجه، چې د بیګ باش راتلونکي فصل تر پایه پورې له ټیندر سره تړون لري، وویل چې هغه غواړي په راتلونکي دوبي کې له خپلې کورنۍ سره ډیر وخت تیر کړي.

خواجه په یوه بیان کې وویل، دا د کرکټر په توګه ما تر ټولو سخته پریکړه کړې ده ځکه چې سیډني ټیندر لوبډله زما لپاره خورا مهم ده.

هغه وویل، هغه خلک چې ما پیژني، فکر کوي چې زما د زړه لویه برخه به تل له ټیندر سره وي. زه نه غواړم چې خلک فکر وکړي چې ما له دغه لوبډلې سره اړیکې پرې کړی دی.

خو خواجه دا نه ده څرګنده کړې چې ایا غواړي د برسبین هیټ سره خپل بیګ باش کیریر ته دوام ورکوي او څنګه. عثمان خواجه د سیډني تندر لوبډلې سره د ۱۳۰ په اوسط ۱۸۱۸ منډې جوړې کړي دي.

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …