کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لاهور قلندرز لوبډله هم د پي ایس ایل پایلوبې ته ووتله

لاهور قلندرز لوبډله هم د پي ایس ایل پایلوبې ته ووتله

بیګا په پي ایس ایل کې لاهور قلندرز لوبډلې غوره لوبه وکړه، د اسلام اباد یونایټیډ لوبډله یې ماته کړه او د دغه لیګ تر پایلوبې ورسېده، چې له ملتان سلطانز سره به مخ شي.

بیګا د پاکستان سوپر لیګ په دویمه کوالیفای لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په لاهور کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې عبدالله شفیق ۵۲، کامران او ډیویډ ویسا ۲۸-۲۸ زیاتې منډې وکړې. د اسلام اباد له خوا لیام دوسن او محمد وسیم ۲-۲، وقاص مقصود او شاداب خان ۱-۱ لوبغاړي وسوځاوه.

د ۱۶۹ منډو هدف په تعقیب د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د وروستي اور په ۴م توپ پوره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۶۲ منډې یې وکړې او لاهور قلندرز لوبډلې ته یې په ۶ منډو وبایلله.

د دوی لخوا ایلکس هیلز ۳۸، اعظم خان ۴۰ او اصف علي ۲۵ زیاتې منډې وکړې. د لاهور قلندرز لوبډلې لخوا شاهین افریدي، زمان خان او حارث رووف ۲-۲ او ډیویډ ویسا ۱ ویکټ واخیسته. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډیویډ ویسا ترلاسه کړه

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …