کورپاڼه / خپلواک / سويلي افريقا د ١٠٧ منډو په توپير انګلستانۍ لوبډله ماته کړه
سويلي افريقا لوبډله

سويلي افريقا د ١٠٧ منډو په توپير انګلستانۍ لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): سويلي افريقا د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د انګلستان لوبډلې ته د ١٠٧ منډو په توپير ماته ورکړه او د ١-٠ سره يې په لوبلړۍ کې برتري ترلاسه کړه.

د سويلي افريقا او انګلستان د ٤ ټېسټ سياليو لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيل شوه. د لوبې په پيل کې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې سويلي افريقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٨٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوانټين ډي کوک ٩٥، زبېر حمزه ٣٩، ويرنون پيلنډر ٣٥ او ډواين پريټوريوس ٣٣ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري سټارټ بروډ او سام کران ٤-٤، جېمز اينډرسن او جوفرا ارچر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د انګلستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ١٨١ منډو وسوځېدله، چې له ډلې يې جو ډينلي ٥٠ او بين سټوکس ٣٥ منډې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا له لوري ويرنون پلينډر ٤، کاګيسو رباډا ٣، انريچ نارج ٢ او ډواين پريټوريوس ١ ويکټ ترلاسه کړه.

سويلي افريقا په دويمه پاڼۍ کې ٢٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې راسي وانډير ډوسين ٥١، ويرنون پلينډر ٤٦، انريچ نارج ٤٠ او کوانټين ډي کوک ٣٤ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري جوفرا ارچر ٥، بين سټوکس ٢، جېمز اينډرسن، سټارټ بروډ او سام کران ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٣٧٦ منډو د هدف په تعقيب کې انګلستان ٢٣١ منډې وکړې او د ١٠٧ منډو په توپير يې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له سويلي افريقا لوبډلې څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري روري برنز ٨٤، لوبډلمشر جو روټ ٤٧ ناسوځېدلې او جو ډينلي ٣١ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري کيشو مهاراج ٢، ډواين پريټوريوس، انريچ نارج او کاګيسو رباډا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کوانټين ډي کوک ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ دويمه ټېسټ لوبه د جنورۍ په ٣مه نېټه په کېپ ټاون کې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …