د افغانستان او پښتو موسیقۍ مشهور سندرغاړی او استاد، استاد ګل زمان خپل روح د حق داعي ته وسپاره او له دې نړۍ وکوچېده.
دغه مشهور سندرغاړی په ۱۳۱۸ کال د پکتیا په ولایت کې زېږېدلی او د خوست له مشهورو سندرغاړو څخه دی، چې نه یوازې زیاتې سندرې یې ویلي، بلکې یو ښه موسیقار هم و.
استاد ګل زمان په ۱۳۴۳ کال د افغانستان راډیو سره کار پیل کړ او په ۱۳۶۱ کال یې د سندرو ویلو دویمه درجه جایزه ترلاسه کړه، خو ورپسې په بل کال (۱۳۶۲) کال لومړۍ جایزه ترلاسه کړه.
استاد ګل زمان د پښتو موسیقۍ په ډګر کې ډیر زیات خدمتونه کړي، بې شمېره کمپوزونه او د موسیقۍ طرزونه یې دغه ژبې ته ور په برخه کړي او نه شتون به د پښتو موسیقی په ډګر کې یو لوی کمی وي
استاد ډېرې سندرې په پښتو ژبه د افغاستان په راډیو کې ویلي، چې هلته د افغانستان راډیو په ارشیف کې یې له ۸۵۰ زیاتې سندرې ثبت دي او تر ۸۰ زیاتې سندرې یې د ملي تلویزون په ارشیف کې شته دی.