د هېواد مشهورې سندرغاړې او د ښځو حقوق مدافعې اریانا سعید د استاد ګل زمان په مړینه خواشینې ده او وایي چې ځان نیکمرغي ګڼي چې د هغه ترڅنګ یې سندرې ویلي دي.
اریانا سعید وایي، زه خپل ځان یو له هغه نیکمرغه سندرغاړو څخه شمېرم، چې پخپله وړتیا او هنر مې وکولی شو، چې د استاد ګل زمان ترڅنګ کېنک او د هغه لس کمپوزونه په یوه خپرونه کې ترسره کړم.
نوموړې زیاتوي، چې په دې هم ځان نیکمرغه ګڼم چې د افغانستان هنرمندانو شبکې په مرسته د افغانستان د هنر له دې نړۍ سره لږه څه ملتیا مې کړې ده.
اریانا سعید وایي، چې استاد ګل زمان به د سندرو او پښتو موسیقۍ ته د کړیو خدمتونه له امله تل ژوندی وي او هغه ته یې د روح ښادېدو دعاګانې کړي دي.
د ویلو ده چې استاد ګل زمان تېره ورځ د ۸۲ کلونو په عمر د حق داعي ته روح وسپاره او له دې نړۍ یې سترګې پټې کړې.