کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې په بریا خوښي وښوده

راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې په بریا خوښي وښوده

د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ ستوری لوبغاړی راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې په بریا خوښي ښودلې ده.

بیګا د پي ایس ایل په دویمه کوالیفای لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه او د دغه لیګ پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

راشد خان، چې له لاهور قلندرز لوبډلې سره په لیګ سیالیو کې ولوبېده او د دغه لوبډلې مهم لوبغاړی ګڼل کېده، د لاهور قلندرز په بریا خوښ دی او پر ټویټر یې د دې لوبډلې د بریا لپاره پوسټ کړی او زړونو سټیکر یې ورکړي دي.

بلخوا افغانستان کرکټ لوبډلې په بنګله دېش کې له کوربه لوبډلې سره لوبې لري، چې په پرلپسې دواړه لوبو کې یې ماتې خوړلې او لوبلړۍ یې بایللې او دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پایلوبه سبا ماښام د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلې ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

هغه لوبډلې چې د یوې لوبډلې پر وړاندې یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي؛ افغانستان هم پکې شامل دی

اوسمهال د نړیوالو شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې هند کرکټ لوبډله لومړی مقام …