کورپاڼه / خپلواک / پاکستانى کرکټر دانش کنيريا: پاکستانۍ لوبډله کې د خاينانو ډېر قدر و
دانش کنيريا

پاکستانى کرکټر دانش کنيريا: پاکستانۍ لوبډله کې د خاينانو ډېر قدر و

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى دانش کنيريا وايي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کې به هغه لوبغاړو ته د زړه له اخلاصه هرکلى ويل کېده، چې فساد او خيانت به يې کاوه.

دانش کنيريا چې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې يوازينى هندو لوبغاړى و، هغه ناڅاپي له کرکټ نه ليرې شو او له هغه وروسته په نړيوال کرکټ کې نه دى راښکاره شوى. د هغه په اړه يو ځل بيا هغه وخت بحث راپورته شو، کله چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شعېب اختر په خپلو خبرو کې وويل، چې له دانش کنيريا سره په لوبډله کې تبعيضي چلند کېده.

دانش کنيريا موده وروسته په خپل يوټيوب چېنل باندې په يوه ويډيو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې مسوولينو او لوبغاړو باندې سختې نيوکې کړي دي او همدا راز جاوېد ميانداد باندې يې هم تورونه لګولي، چې هغه د پېسو لپاره هر څه کولاى شي.

ورو توپ اچونکي دانش کنيريا وويل، چې له هغه سره په لوبډله کې ډېر بد چلند کېده، همدا راز ټلويزيونونو هم د هغه ډېرې پېسې نه دي ورکړي، هغه وايي چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې بېکاره دى، حال دا چې د پاکستان لوبډلې لپاره يې سل سلنه پرفارمنس ترسره کړى دى.

دانش کنيريا وايي، هغه خلک چې زما په اړه دا وايي چې زه د شهرت لپاره دا هر څه کوم، نو هغوى ته وايم چې شعېب اختر هم په ټلويزيونونو کې زما په اړه خبرې کړې دي او له ماسره چې کوم بد چلند کېده، هغه يې خلکو ته ښکاره کړى دى.

هغه وويل، تاسې خو زه بې لاسو او پښو کړم، زه له تېرې يوې لسيزې راهيسې بېکاره يم، تاسې له ما څه غواړئ، ايا زه خپل ځان ختم کړم؟

هغه همدا راز وويل، چې د پاکستان په لوبډله کې فکسرز، فساديان يا خاينان لوبغاړي بېخي ډېر و، چې تل به ورته هرکلى ويل کېده. هغه وايي ما ١٠ کاله د پاکستان لپاره لوبه وکړه، سخته خواري او زيار مې وويست او په داسې حال کې مې هم توپ اچونه وکړه چې له لاس نه مې وينې روانې وې، خو ما د پېسو لپاره خپل هېواد سره خيانت ونه کړ، خو ډېرو لوبغاړو فساد کړى دى او خيانت يې ترسره کړى.

هغه وايي، ډېر لوبغاړي داسې و چې د پېسو لپاره يې هر څه کول، لوبې يې فيکس کولې، فساد يې کاوه او خپل هېواد يې د څو روپيو لپاره خرڅاوه.

بل لوري ته د پاکستان لوبډلې پخوانى لوبډلمشر انضمام الحق وايي، چې په کرکټ کې د مذهب يا دين هېڅ خبره نه وه او لوبه يوازې د هېواد لپاره کېده. ويل کېږي چې د انضمام الحق د لوبډلمشرۍ پر مهال دانش کنيريا ډېره لوبه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …