کورپاڼه / خپلواک / هندي سينما کې په (لوډو) باندې فلم جوړېږي
لوډو فلم

هندي سينما کې په (لوډو) باندې فلم جوړېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ دسمبر ٢٠١٩): لوډو چې په وروستيو کې په افغانستان کې هم ډېره مشهوره شوه او نه يوازې دا چې اوس يې هم ډېرى ځوانان کوي، بلکې اوس خو په موبايل کې هم دغه ګېم يا لوبه خلک ډېر کوي، خو تازه خبر دا دى چې په هندي سينما کې اوس په لوډو باندې هم فلم جوړېږي.

د هندي فلمونو جوړونکي انوراګ باسو اعلان کړى دى، چې د هغه راروان فلم د (لوډو) په نوم دى. هغه او د فلم ستورو د دغه فلم يو انځور هم په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.

په دغه فلم کې راجکمار راو، ابيشيک بچن، فاطمه ثنا شېخ، اديتي راى کپور، سانيا ملهوترا، روهيت سرف او پنکج تريپاټي کار کوي، چې د ٢٠٢٠ کال د اپريل په ٢٤مه نېټه به نندارې ته وړاندې کېږي.

فلم جوړونکي انوراګ باسو په ټويټر کې د فلم له لومړي انځور خپرولو سره ليکلي دي، راځئ چې لوډو وکړو، د اپريل په ٢٤مه ٢٠٢٠ کال په سينماګانو کې.


د دغه فلم د کيسې په اړه ويل کېږي، چې په دغه فلم کې څلور بېلا بېلې کيسې رايوځاى شوي دي او يوه کيسه ترې جوړه شوې ده. دا يو عشقي او کامېډي فلم دى.

د فلم ډايريکټر يا لارښود انوراګ باسو دى، پروډيوسران يې بوشن کمار او انوراګ باسو دي او د ټي سيريز فلم جوړونکي شرکت تر چتر لاندې جوړېږي، چې د راروان کال د اپريل د مياشتې په ٢٤مه نېټه به د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …