خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): نن د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې د محمد نبي او نوين الحق لوبډلې مخامخ شوې، چې د محمد نبي لوبډلې په ٧ ويکټو د نوين الحق لوبډلې ته ماته ورکړه او په روان ليګ کې يې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه.
د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٥مه لوبه د سيلهټ تهنډر او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوپې پچه رنګپور رېنجرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سيلهټ تهنډر لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سيلهټ تهنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد ميتون ٦٢، شيرفاني رودرفورډ ١٦ او لوبډلمشر مصدق حسېن ١٥ منډې وکړې. نوين الحق هم توپوهنې ته راووت چې ٣ توپونه يې ولوبول خو کومه منډه يې ترلاسه نه کړه.
د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان ٣، محمد نبي، ليوس ګريګوري، مقيد الاسلام او عرفات سني ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٣٤ منډو هدف د رنګپور رېنجرز لوبډلې په ١٧.٢ اورونو کې ډېر په اسانۍ پوره او د ٧ ويکټو په توپير يې سيلهټ تهنډر لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري کېمرون ډيلپورټ ٦٣، محمد نايم ٣٨ او محمد نبي ١٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د سيلهټ تهنډر له لوري نوين الحق ٢ او عبادت حسېن ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مستفيظ الرحمان ترلاسه کړه، چې د سيلهټ تهنډر ٣ مهم لوبغاړي يې سوځولي و.
د يادولو ده چې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې دا د رنګپور رېنجرز لوبډلې ٧مه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او ٥ لوبو کې يې ماته خوړلې ده، همدا راز دا د سيلهټ تهنډر لوبډلې بيا اتمه لوبه وه، چې په اته لوبو کې يې يوازې ١ لوبه کې بريا خپله کړې او ٧ لوبو کې يې ماته خوړلې ده او په کتار کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.