کورپاڼه / خپلواک / د قېس احمد لوبډله ونه توانېدله چې بريا خپله کړي
قېس احمد

د قېس احمد لوبډله ونه توانېدله چې بريا خپله کړي

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي ليګ کې نن د قېس احمد لوبډلې لوبه وه، چې ياده لوبه د باران له امله ګډه وډه شوه، خو بيا هم د ډي اېل قانون له مخې، د قېس احمد لوبډلې په ٤ منډو ماته وخوړله.

د بيګ باش تجارتي ليګ نننۍ لوبه د هوبارټ هوريکنز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

خو لوبه د باران له امله څو ځلې د ځنډ ښکار شوه، چې وروسته لوبه ١١-١١ اورونو ته راټيټه کړاى شوه.

هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ١١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٦٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کالب جيول ٢٦، لوبډلمشر بين مک ډرموټ ١٧ او سيمون ميلينکو ١٢ منډې وکړې.

د ميلبورن سټارز له لوري ناتن کولټر نيل او ډيل سټين ٢-٢ او ډينيل اورال ١ ويکټ ترلاسه کړه.

خو د باران له امله د ډي ايل قانون له مخې د ميلبورن سټارز لوبډلې ته د ٥١ منډو هدف وټاکل شو، چې ياد هدف د ميلبورن سټارز لوبډلې په ٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. خو د ډي ايل قانون له مخې ميلبورن سټارز په ٤ منډو بريا خپله کړه.

د ميلبورن سټارز له لوري مارکوس سټوينيس ٢٥ او پيټر هېنډزکومب ٢٢ منډې وکړې، د هوبارټ هوريکنز له لوري جېمز فالکنر ٢ او رېلي ميريډټ ١ ويکټ ترلاسه کړه، قېس احمد هم ٢ اورونه ترسره کړل خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ناتن کولټر نيل ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …