کورپاڼه / خپلواک / پاکستانۍ اداکاره: اداکاري مې زړه ته سکون وربخښي
رمشا خان

پاکستانۍ اداکاره: اداکاري مې زړه ته سکون وربخښي

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستاني سريالونو نامتو ممثله رمشا خان وايي، چې له اداکارۍ سره يې د جنون تر حده پورې مينه ده او هر کله چې هم اداکاري کوي، نو زړه يې سکون ترلاسه کوي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستاني سريالونو اداکاره رمشا خان په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې هغه د ٨ کالو چې پلار يې مور پرېښوده. هغه وايي موږ ډېر واړه و، زما يوه بله خور وه، يوه زه وم چې پلار مې مور پرېښوده او زما مور بيا زموږ پالنه او ساتنه وکړه.

هغې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې زما مور د ستاينې وړ ده، چې هغې موږ ته هېڅ کله هم دا محسوسه نه کړه چې زموږ پلار نشته، کله کله مو له پلار سره هم خبرې کوو، خو زموږ مور ډېر زيار وويسته او زموږ يې ډېره ښه پالنه وکړه او بې لارۍ ته يې پرې نه ښودو.

رمشا خان وايي، چې زما مور موږ ته هر څه راکړل، کله چې مې هنري نړۍ ته راتګ ته زړه ښه کړ، نو د خاندان نورو خلکو مې مخالفت وکړ، خو زما مور زما ملاتړ وکړ او ان د سريال د ثبت ځاى ته به يې هم په خپله رسولم.

هغه وايي، چې په ماشومتوب کې چې به کله هم موږ ته خپل پلار راياد شو، نو همدا مور مو وه چې د پلار مينه يې هم راکولې، طلاق د هغې لپاره لويه صدمه وه، خو هغې بيا هم خپل ټول ژوند زموږ په پالنه کې تېر کړ او موږ يې ښې وپاللو.

رمشا خان وايي، چې د کور چلول اسانه کار نه دى، زما مور ماته تل ډاډ راکړى دى او راته يې ويلي دي چې ته يې کولاى شې، هغه وخت کې چې زه هېڅ هم نه وم، مور به مې راته داسې پام کاوه، لکه زه چې يوه نامتو هنرمنده يم.

هغه وايي له اداکارۍ سره مې د جنون تر حده پورې مينه وه، هر وخت چې اداکاري کوم نو زړه مې سکون ترلاسه کوي، خو د (سليبرټي) له توري مې کرکه راځي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …