کورپاڼه / خپلواک / اى سي سي غواړي ټېسټ لوبه ٤ ورځې کړي
د کرکټ نړيواله شورا

اى سي سي غواړي ټېسټ لوبه ٤ ورځې کړي

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) په دې فکر کوي چې ټېسټ سيالۍ د پنځه ورځو پر ځاى ٤ ورځو ته راټيټه کړي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، اى سي سي غواړي چې ټېسټ سيالۍ د خلکو لپاره لا جالبې کړي او په دې لړ کې دوى په دې فکر کوي چې ټېسټ سيالۍ د ٥ ورځو پر ځاى ٤ ورځې کړي، ښايي په دې اړه په راتلونکي کال کې د کرکټ نړيواله شورا رسمي اعلان وکړي.

د اى سي سي د سرچينو په وينا، په ٢٠٢٣ کال کې د ټېسټ نړيوالې اتلولۍ يا چيمپينشپ کې به ټېسټ لوبه ٤ ورځې وي، د کرکټ نړيوالې شورا کمېټي وايي چې د ٢٠٢٣ نه به تر ٢٠٣١ پورې ټېسټ سيالۍ په ٤ ورځو کې پاى ته رسېږي.

اى سي سي د هند کرکټ بورډ يا بي سي سي اى غوښتنو ته په کتلو سره دا پرېکړه کړې ده، د هند کرکټ بورډ وايي، چې په ټوله نړۍ کې تجارتي ليګونو د ټېسټ لوبو ښکلا ورختمه کړې ده، نو ځکه بايد د ټېسټ سياليو د جالبولو لپاره دا د پنځه ورځو پر ځاى څلور ورځې ته راښکته کړاى شي.

د يادولو ده چې په ٢٠١٧ کال کې د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ ټېسټ لوبه ترسره شوې وه چې ٤ ورځې وه، همدا راز د سويلي افريقا او زمبابوې ترمنځ هم ټېسټ لوبه د ٤ ورځو وه.

د کرکټ اسټراليا مشر کيون روبرټس هم په دې اړه ويلي دي، چې د څلور ورځني ټېسټ په اړه دې حتماً فکر وشي او عمل دې پرې وشي. هغه وايي چې دې ته کتل لازمي دي چې د ټېسټ لوبو پايله په څلور ورځو کې هم راوتلى شي، ځکه موږ ډېرې داسې لوبې وليدلې چې نتيجه يې په څلور ورځو کې معلومه شوه.

د يادولو ده چې اسټراليا د نيوزيلېنډ پر وړاندې په وروستۍ ټېسټ سيالۍ کې هم په څلورمه ورځ بريا خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …