کورپاڼه / خپلواک / مېډونا له ځانه ٣٦ کاله کشر هلک سره يارانه لري
مېډونا او احلا ملک وليمز ١

مېډونا له ځانه ٣٦ کاله کشر هلک سره يارانه لري

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): د تېرې پېړۍ په ٢٥ اثر لرونکو مېرمنو کې شمېرل شوې او د موسيقۍ د نړۍ (شهزادګۍ) امريکايۍ سندرغاړې، ممثلې، ليکوالې او سازندې ٦١ کلنې مېډونا د نړۍ يو له ټولو ډېره بېباکه سندرغاړې او ښځه وه، همدا راز له ډېرو خلکو سره يې اړيکې هم پاتې شوې دي.

خو د هغې په اړه تازه خبر دا دى چې اوس يې له ٢٥ کلن احلا ملک وليمز سره اړيکې جوړې کړې دي، چې له هغه نه ٣٦ کاله په عمر کې کم دى او له هغې سره به يې په سټېج د هغې تر شا نڅا کوله.

جالبه خو يې لا دا، چې مېډونا چې د کوم هلک سره يارانه جوړه کړې، د هغه پلار هم تر مېډونا ٢ کاله کشر دى او همدا راز د هغه مور بيا له مېډونا ٦ کاله کشره ده.

د امريکايي هنري وېبپاڼې (ټي اېم زېډ) سره په خبرو کې د احلا ملک وليمز پلار ډريو ويلي دي، چې د دواړو ترمنځ له تېر يو کال راهيسې اړيکې دي. هغه ويلي دي، چې دا رښتيا دي چې عمر خوړلې او شتمنې اداکارې، سندرغاړې او ليکوالې سره د هغې د زوي اړيکې دي او دواړو د خپلو اړيکو په اړه ډېر سنجيده دي.

هغه زياته کړې ده، چې د دواړو ترمنځ په لومړي ځل په ٢٠١٥ کې ليدل شوي و، هغه وخت مېډونا ته په سټېج باندې د يو کس اړتيا وه چې د هغې تر شا ونڅېږي. ويل کېږي له هغه وروسته د دواړو ترمنځ نږدېوالى راغلى دى. هغه وايي چې مېډونا د هغه په زوي ډېر پام کوي.

مېډونا او احلا ملک وليمز

هغه وايي، چې په خپل زوي وياړي او د دواړو په اړيکو هېڅ نيوکه نه لري. د احلا ملک وليمز پلار وايي، چې مينه عمر ته نه ګوري. هغه وايي که ٢٥ کلن زوى يې له ٦١ کلنې مېډونا سره واده هم وکړي، نو هغه پرې خوشحاله دى.

ويل کېږي چې د مېډونا او احلا ملک ترمنځ اړيکې په امريکا کې د رسنيو سرټکي ګرځي، که څه هم مېډونا له ډېرو خلکو سره يارانې ساتلي دي، خو دا لومړى ځل دى چې له ځانه دومره کشر هلک سره يې اړيکې جوړې کړې دي. تر دې مخکې مېډونا په ٢٠١٧ کې له ځانه ٣٣ کاله کشر ځوان کيون سمپايو سره اړيکې لرلې، همدا راز په ٢٠١٠ کې يې بيا له ځانه ٢٩ کاله کشر براهم زيلوبت سره اړيکې لرلې.

مېډونا د خپلو عشقونو له امله هم ډېر شهرت لري او هغې تر لسو زياتو کسانو سره يارانې کړي دي چې ټول له هغه نه په عمر کې کم و. مېډونا نه يوازې دا چې د تېرې پېړۍ په ٢٥ اثر لرونکو ښځو کې شامله وه، بلکې هغې څو لسيزې د پاپ موسيقۍ په نړۍ پاچاهي کړې ده. نوموړې يو شمېر نړيوالې جايزې هم ترلاسه کړي دي.

مېډونا د امريکې په مشيګن ايالت کې په ١٩٥٨ کې زېږېدلې، په همدغه ايالت کې يې موسيقۍ او نڅا زده کړې او له هغه وروسته بيا نيويارک ته تللې وه. په ١٩٨٠ کې نوموړې موسيقي پيل کړه، چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړ او د پاپ موسيقۍ ملکه ورته ويل کېده.

مېډونا په ١٩٨٥ کې لومړى واده وکړ، هغه مهال نوموړې فلمونو ته هم راغله، خو ٤ کاله وروسته يې له هغه نه طلاق واخيست، بيا يې په ٢٠٠٠ کې د سټارټ رچي سره واده وکړ او د دواړو ترمنځ په ٢٠٠٨ کال کې طلاق وشو.

مېډونا او لوڼې يې

که څه هم هغې يوازې ٢ ودونه کړي و، خو يارانې يې ډېرې کړې وې. د مېډونا مشره لور ليورډس ليون په ١٩٩٦ کې زېږېدلې ده، همدا راز مشر زوى روکو رچي يې د ١٨ کالو دى او او ١٣ کلن يو بل زوى هم لري، چې درې واړه بچي يې د بېلا بېلو کسانو نه شوي دي.

مېډونا ٣ يتيم ماشومان هم پالي، چې دې سره يې د ټولو بچو شمېر ٦ ته رسېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …