کورپاڼه / خپلواک / د فحاشۍ خپرولو په تور نڅاګره زندانۍ شوه
جوهارا

د فحاشۍ خپرولو په تور نڅاګره زندانۍ شوه

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ دسمبر ٢٠١٩): په نڅاوو کې (بيلى) نڅا هغه نڅا ده چې فحش نڅا هم ورته ويل کېږي، خو عربيان او په ځانګړې توګه د مصر خلک دا نڅا بيا خپله کلتوري نڅا ګڼي.

بيلى نڅا کوونکې ډېرى وخت نيمه لوڅې نڅاوې کوي، له همدې لامله پرې تر ډېره نيوکې هم کېږي، ځکه خو يې وخت نا وخت نڅاګرې نه يوازې دا چې له نيوکو سره مخ کېږي، بلکې سزاوې هم ورته ورکول کېږي.

تازه د مصر يوې محکمې يوې بيلى نڅاګرې ته د فحاشۍ خپرولو په تور يو کال سزا ورکړې ده او زندان ته يې لېږلې ده.

د عربي وېبپاڼې (دنيا وطن) د راپور په وينا، د مصر يوې محکمې روسيې الاصله مصرۍ نڅاګرې ايکاترينا اندريوا ته د فحاشۍ خپرولو او درواغ ويلو په تور د يو کال سزا واوروله.

دغه نڅاګره د (جوهارا) په نوم هم مشهوره ده او د نڅا ويډيوګانې يې ډېر مينه وال لري. تېر کال د هغې ډېرې ويډيوګانې خپرې شوې وې، چې زياتره يې ډېرې بېباکه نڅاوې وې.

جوهارا ١

که څه هم بيلى يو له فحش ډکه نڅا ده، خو عربۍ نڅاګرې بيا هڅه کوي چې خپل بدن پټ کړي، خو د جوهارا خپرو شوو ويډيوګانو کې هغه نيمه لوڅه ليدل کېږي، همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې د هغې ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې وې له هلکانو سره په ډېر نامناسبه حالت کې ليدل کېده.

په يوه ويډيو کې دغه نڅاګره له يوه هلک سره په ډېر بد حالت کې ليدل شوې وه، چې له هغه وروسته پوليسو دواړه ونيول، بيا دواړو پوليسو ته وويل، چې ښځه او خاوند دي، وروسته پوليسو محکمې ته وړاندې کړل، چې محکمې دواړه خوشې کړل خو پوليسو ته يې د زياتو پلټنو امر هم وکړ.

پوليسو تر يو کال پلټنو وروسته هغه په فحاشۍ او درواغ ويلو تورنه کړه، چې محکمې هم ورته د يو کال سزا واوروله.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …