کورپاڼه / خپلواک / بارکزى: د کرکټ بورډ اداره به يو ځل بيا د وياړونو کور وګرځي
اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

بارکزى: د کرکټ بورډ اداره به يو ځل بيا د وياړونو کور وګرځي

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې په لوبډله کې يې د ورورولۍ فضا رامنځته کړې ده او هيله مندي يې ښکاره کړې ده چې دغه اداره به يو ځل بيا د افغانستان لپاره د وياړونو کور وګرځي.

نوموړي دا خبرې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړي دي. هغه وايي چې د کرکټ بورډ اداره چې ټولو هېوادوالو ته خوشحالي او هېواد ته وياړونه ورکوي، يو مهال د مديريت له تشې سره مخ شوې وه، چې تر فرهان يوسفزي راتګ وروسته د دغه ادارې ستونزې تشخيص او د هواري لپاره يې چټک ګامونه پورته شول.

هغه همدا راز تر ٢٠١٩ نړيوال جام مخکې په اداره کې شوو پرېکړو ته اشاره وکړه او وې ويل چې هغه مهال د وخت ادارې ناسمې پرېکړې وکړې او اصغر افغان يې له لوبډلمشرۍ ليرې کړ، چې ډېرې ستونزې يې وزېږولې او د افغانستان لوبډله له نړيوال جام تش لاس بېرته هېواد ته راستنه شوه.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د هماغه ناسمو پرېکړو لامل و چې د افغانستان ملي لوبډله په دوه ډلو وويشل شوه او د لوبغاړو ترمنځ د ورورولۍ فضا له منځه لاړه، چې تاوان يې هېواد او هېوادوالو ته هم ورسېده.

عبدالله بارکزى

د هغه په خبره چې په دغه مهال کې ځينو سياستوالو او پخوانيو مسوولينو هم لاسوهنې وکړې او له دغه حالاتو يې ناوړه ګټه پورته کړه، خو وروسته چې فرهان يوسفزى کرکټ بورډ ته د مشر په صفت راغى، نو د دغه ستونزو له درک کولو سره سم يې د هغې پر وړاندې چټک ګامونه پورته کړل او ورته يې د پاى ټکى کېښود.

د هغه په وينا، چې د اصغر افغان د لوبډلمشر په حېث بېرته راتګ هېوادوالو ته د خوښۍ ځاى و او له دې سره دوى وکولاى شول چې لوبډله بېرته يو ځاى او د لوبغاړو ترمنځ ټولو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

عبدالله بارکزى وايي، چې اوس د لوبغاړو ترمنځ هېڅ ستونزه نشته، اداره د پرمختګ پر لور روانه ده، لوبډله کې يووالى رامنځته شوى دى او دا به وکولاى شي چې افغانستان ته يو ځل بيا ستر ستر وياړونه راوړي او د هېوادوالو په مخونو خنداوې خپرې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …