کورپاڼه / خپلواک / راشد خان توپاني توپوهنه ترسره کړه
راشد خان ١

راشد خان توپاني توپوهنه ترسره کړه

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): د ٢٠١٩ کال په وروستۍ ورځ د بيګ باش په لوبه کې راشد خان توپاني توپوهنه ترسره او ٤٠ منډې يې وکړې، خو خپله لوبډله يې بريا ته ونه شواى رسولى، اډلايډ سټرايکرز په ډېرو کمو منډو ماته وخوړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ د ٢٠١٩ کال وروستۍ لوبه د اډلايډ سټرايکرز او سډني تهنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه سډني تهنډر وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سډني تهنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې کالم فيرګوسن ٧٣، عثمان خواجه ٦٣ او الېکس روز ١٩ منډې وکړې.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري پيټر سيډل ٢، راشد خان او بيلي سټانليک ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٩ منډو د هدف په تعقيب د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې تر جالبې لوبې وروسته په ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٥ منډې وکړې او په ٣ منډو يې په لوبه کې ماته وخوړه. د دوى له لوري جېک ويدرالډ ٥٢، راشد خان په زړه پورې ٤٠ منډې وکړې او جوناتن ويلز ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د سډني تهنډر له لوري ډينيل سېمس، کريس موريس او ارجن ناير ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې او جوناتن کوک ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کالم فيرګوسن ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبې په بريا سره سډني تهنډر تر اډلايډ سټرايکرز مخکې شوه او په کتار کې يې لومړى مقام خپل کړ، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډله په دويم مقام راغله.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …