کورپاڼه / خپلواک / کرن خان: ٢٠١٩ کې د قام غم خوشحالۍ ته نه يم پرېښى
کرن خان

کرن خان: ٢٠١٩ کې د قام غم خوشحالۍ ته نه يم پرېښى

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): د پښتو ژبې وتلى سندرغاړى کرن خان وايي، چې په ٢٠١٩ کال کې يې ډېر هنري فعاليتونه ترسره کړي او خلکو خوښ کړي هم دي، خو د قام غم خوشحالۍ ته نه دى پرېښى.

کرن خان له امريکا غږ راډيو سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې په ٢٠١٩ کال کې يې د (بدرګه) په نوم سندريز البم خپور کړى و، چې تر ١٠ ميليونه ډېرو کسانو د دغه البم سندرې اورېدلي دي.

هغه وايي چې (ننګرهار د ګلو هار) په دغه البم کې هغه سندره وه چې د هر عمر خلکو ډېره خوښه کړې ده. په دغه کال کې نوموړي د ارواښاد صاحب شاه صابر په ياد يو ماښامى هم جوړ کړى و.

کرن خان په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې که څه هم په ٢٠١٩ کال کې يې ډېر هنري فعاليتونه ترسره کړي او د هنري پرمختګ ډېرې موقعې يې هم ترلاسه کړې، خو د خپل قام غم خوشحالۍ ته نه دى پرېښى.

هغه همدا راز زياته کړې ده، چې موږ د وطن سره تړلي خلک يو او هر کله چې په وطن کې خوشحالي وي نو موږ هم خوشحاله يو او چې کله هم په وطن بده پېښه راشي، نو هغه د هنرمندانو د زده درد هم شي.

د يادولو ده چې کرن خان د پښتو ژبې هغه سندرغاړى دى، په لومړي ځل يې په پښتو ژبه کې ټپييزې وويلې او دغه ژانر ته يې يو نوى مقام ورکړ. هغه همدا راز تر ډېره داسې شاعري په سندرو کې زمزمه کړې ده، چې خلکو ته يو پېغام لري او په لر و بر کې د هغه سندرې ډېر په شوق اورېدل کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …