کورپاڼه / خپلواک / د هرات نجونې د کرکټ لپاره مېدان او تخنيکي وسايل غواړي
فېروزه افغان

د هرات نجونې د کرکټ لپاره مېدان او تخنيکي وسايل غواړي

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): په افغانستان کې د کرکټ لوبې د وده سره سم په هرات ولايت کې اوس نجونه هم د کرکټ لوبې کوي، چې د هرات ١٥ کلنې فيروزې افغان په خپل ښوونځي کې د نجونو لوبډله جوړه کړې ده.

هغه چې د خپل ښوونځي د نجونو د کرکټ لوبډلې لوبډلمشري کوي، راشد خان يې ډېر خوښېږي او وايي د راشد خان په شان توپ اچونه ترسره کوي او غواړي چې د راشد خان په څېر په نړيوالو تجارتي ليګونو کې ولوبېږي.

فيروزه افغان چې د اشنا ټلويزيون سره يې مرکه کوله، وويل، چې کرکټ هغه لوبه ده چې زه ورسره ډېره مينه لرم، له وطن سره هم ډېره مينه لرم او غواړم چې د هېواد لپاره په نړيواله کچه کرکټ لوبې ترسره کړم، تر څو نړيوالو ته څرګنده شي چې د افغانستان د هلکانو تر څنګ نجونه هم د خپل هېواد لپاره وياړونه راوړي.

هغه وايي: ((زه د راشد هره لوبه تعقیبوم، د هغه توپ اچوونه مې هم خوښېږي. زه هم د هغه غوندې لیګ برېک سپېن بال کوم. خدای دې هغه ورځ راولي چې وکولای شم د راشد خان غوندې په نړیوالو لیګونو لکه سي پي اېل، بي پي اېل او ای پي ایل کې لوبې وکړم.))

خو فيروزه د امکاناتو له نه شتون هم سر ټکوي او وايي چې دوى نه مېدان لري او نه هم تخنيکي وسايل لري، تر څو سمه لوبه وکړي. هغه وايي: ((موږ د دوه لوبغاړو لپاره د دې امکانات نه لرو چې وکولای شي سمه تخنیکي لوبه وکړي، د دوه ویشت یا څلورویشتو لوبغاړو لپاره د امکاناتو برابرول خو مو بېخي په وسه نه دي. همدارنګه موږ سم میدان هم نه لرو چې هلته په لوبه وکړو، یوازینی د لوبو لپاره خوندي ځای مو همدا مکتب دی، چې دلته هم سمه لوبه نه شي کېداى.))

همدا راز د دغه ښوونځي مديره هم وايي، چې د دوى د ښوونځي نجونې په کرکټ کې ډېر زيار باسي، چې کرکټ زده کړي او يو ځاى ته پکې ځان ورسوي. هغې هم د دغه نجونو لپاره د شين مېدان غوښتنه کړې ده، تر څو دغه نجونې پکې سمه تخنيکي لوبه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …