کورپاڼه / خپلواک / په تېره لسيزه کې تر ټولو زياتې ويکټې راشد خان اخيستي
محمد نبي او راشد خان

په تېره لسيزه کې تر ټولو زياتې ويکټې راشد خان اخيستي

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): نن د کال وروستۍ ورځ ده چې څو ساعته وروسته به کال بدل او ٢٠٢٠ کال به پيل شي، خو دا ځل د کال تر څنګ لسيزه هم بدلېږي، نو په تېره لسيزه کې کومو کومو لوبغاړو ډېرې ويکټې اخيستي، د هغې په اړه درسره لنډ معلومات شريکوو.

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په تېره يوه لسيزه کې په شل اوريزو لوبو کې تر نورو ټولو توپ اچونکو څخه ډېرې ويکټې ترلاسه کړي دي. هغه په ٢٠١٥ کال کې نړيوال کرکټ پيل کړى، چې تر دې مهاله پورې يې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٨٤ ويکټې ترلاسه کړي دي.

راشد خان ٤٥ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، چې د ١٢.٥٢ په اوسط يې ٨٤ ويکټې ترلاسه کړي دي. هغه ١٧١ اورونه ترسره کړي او ١٠٥٢ منډې يې ورکړي دي. همدا راز په يوه لوبه کې نوموړي بيا د ٣ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.

په دغه ليسټ کې بيا دويم نوم د سريلانکا د لاسيت ملينګا دى، نوموړي په تېره لسيزه کې ٥٩ لوبې ترسره کړي او د ١٩.٠٣ په اوسط سره يې ٨٢ ويکټې ترلاسه کړي دي چې په يوه لوبه کې يې د ٦ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي. لاسيت ملينګا ٢١٨.١ اورونه ترسره کړي او ١٥٦١ منډې يې ورکړي دي.

دريم نوم بيا د بنګله دېش د مخکښ الراونډر شکېب الحسن دى، چې نوموړي په ٦٤ لوبو کې د ٢٠.٦٧ په اوسط سره ٧٩ ويکټې ترلاسه کړي دي. هغه ٢٣٨.٥ اورونه ترسره کړي او ١٦٣٣ منډې يې ورکړي دي او په يوه لوبه کې يې د ٢٠ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي دي.

تر هغه وروسته د ايرلېنډ جارج ډوکريل راځي، چې په ٧٣ لوبو کې يې د ٢٠.٥٢ په اوسط سره ٧٥ ويکټې ترلاسه کړي دي. هغه په يوه لوبه کې د ٢٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي او همدا راز ٢٢١.٢ اورونه يې ترسره کړي او ١٥٣٩ منډې يې ورکړي دي.

په دغه ليسټ کې پنځم بيا د افغانستان تجربه لرونکى الراونډر محمد نبي دى، چې هغه په ٧٥ لوبو کې د ٢٦.٦٥ په اوسط سره ٦٩ ويکټې ترلاسه کړي دي او په يوه لوبه کې يې د ١٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي دي. محمد نبي ٢٥٦.٤ اورونه ترسره کړي او ١٨٣٩ منډې يې ورکړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …