کورپاڼه / خپلواک / مجيب په وروستۍ څلوريزه کوميلا واريرز لوبډله بريالۍ کړه
مجيب الرحمان

مجيب په وروستۍ څلوريزه کوميلا واريرز لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): مجيب الرحمان نن د چټاګرام چېلنجرز پر وړاندې کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو په توپوهنه کې يې وروستۍ څلوريزه ووهله او خپله لوبډله کوميلا واريرز يې بريالۍ کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٧مه لوبه د چټاګرام چېلنجرز او کوميلا واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کوميلا واريرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چټاګرام چېلنجرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې لينډل سيمونز ٥٤، جنېد صديقي ٤٥ او ضيا الرحمان ٣٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوميلا واريرز له لوري سوميه سرکار ٢، سنظم اسلام، ډيويډ ويسي او الامين حسېن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه. مجيب الرحمان هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ١٨ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٦٠ منډو هدف د کوميلا واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ ويکټو په تاوان پوره کړ او په ٢ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري لوبډلمشر ډيويډ ملن ٧٤، ستيان وان زيل ٢٢، شبير رحمان ١٨ او روبي الاسلام روبي ١٧ منډې ترلاسه کړې، همدا راز مجيب وروستي توپ ته راغى چې څلوريزه يې ووهله او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د چټاګرام چېلنجرز له لوري روبيل حسېن ٢، مهدي حسن راڼا، ليام پلنکيټ، ضيا الرحمان او ريان برل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ملن ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ٧٤ منډې کړې وې.

د نننۍ لوبې په بريا سره کوميلا واريرز په ٨ لوبو کې ٣ لوبو کې بريا خپله کړه چې ٦ امتيازونه يې ترلاسه کړل، همدا راز چټاګرام چېلنجرز لوبډله بيا د ١٢ امتيازونو سره په سر کې ده، چې په ٩ لوبو کې يې ٦ لوبو کې بريا خپله کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …